د احساس ایمرجنسی كیش ترلاسه كولو آخري نيټه 31 اګست 2020ء ده

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د وزیر اعظم د سماجی تحفظ او غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي د احساس ایمرجنسی كیش ترلاسه كولو آخري نيټه 31 اګست 2020ء ده۔ خپل يو بيان كښې دې ووئيل په حق رسيدلو كسانو كورنۍ د بائیو میټرك تصدیق په شان مسئلو سره مخ شوي٬ د مستحقین د پروګرام ختميدو نه پس تر يوې مياشتې روپۍ ترلاسه كولې شي ۔كه څوك د خپل اهلیت په اړھ معلومات نه لري نو په دې پورټل دې خپل اهلیت معلوم كړي https://ehsaas.nadra.gov.pk/ehsaasTracking ۔دې ووئېل د اهل ګرځيدو په صورت په دې لنك د روپو ترلاسه كولو مركز دې معلوم كړي او خپلې روپۍ دې ترلاسه كړي https://www.pass.gov.pk/Document/Downloads/Consolidatedlistof ۔دې ووئېل كه د چا پلار يا مور ،خاوند یا ښځه اهل وي او پھ حق رسيدلې نو خپل درخواست دې د ارواښاد په نامه او شناختی كارډ لمبر د مجوزه مستحق په نامه او شناختی كارډ لمبر په دې ايډرس راوليږي ډاكټر ثانیه نشتر معاون خصوصی برائے سماجی تحفظ وتخفیف غربت،ایف بلاك،پاك سیكرټریټ،اسلام آباد ۔دې ووئېل كه ه يو كس اهل دے او بائیومیټرك تصدیق ئې نه كيږي نو د احساس د اړخه داسې كسانو لپاره تګلاره وضع كړې شوې د كومې پھ اړھ چې به هغه ته د بېنك نامزد برانچ په اړه معلومات د اېس اېم اېس 8171 څخه ترلاسه شي په كوم به چې د بېنك د برانچ نامه او ايډرېس ليكلے وي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں