اسلام آباد ۔ 22 اګست (اے پی پی) د پارلیمانی کشمیر کمېټۍ چئیرمېن شهر یار خان آفریدی وئيلي دي د كشمير او جوهري پروګرام هېڅ سودا كېدې نه شي، په دې دواړو چارو د پاكستان ټول سياسي ګوندونه متفق دي۔ ”اے پی پی” او راديو پاكستان سره پېنل مركه كښې ده ووئيل د كشمير او جوهري پروګرام كوم سياسي ګوند يا لارښود سودا كولې نه شي۔ دا دواړه چارې د پاكستان تزويراتي پالېسيو سره تړلې دي او دا د پاكستان بنياد او نظريې له ضروري دي۔ ده ووئيل د پاكستان 22 كروړه اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلو كشميريانو ورونړو سره ولاړ دے او وزيراعظم عمران خان د كشميريانو سفير دے۔ ده ووئيل د كشمير په اړه ملګرو ملتونو كښې هلې ځلې زياتې شوي دي او 5 اګست 2019 نه وروستو سلامتي كونسل كښې په دې شخړه درې غونډې شوې دي كومې چې د پاكستان حكومت په هڅو ممكن شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان نوې سياسي نقشه د حكومت يوه لويه كاميابي ده۔ او اوس دا نقشه د نړۍ په لويو چېنلونو ښودلې شي۔ ده ووئيل هندوستان د كشميريانو د آزادۍ جذبه په هېڅ صورت كمزورې كولې نه شي۔ ده كشميريانو ته باور وركړو چې پاكستان به د آزادۍ ترلاسه كولو هڅو كښې ستاسو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په ايجنډا له 7 لسيزو پاتې شوې حل غوښتونكې مسئله ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كشمير كمېټي به د خارجه دفتر په مرسته او د كشميري تاركين وطن سره په ګډه د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كوي۔