د سېلابي صورتحال له امله د قراقرم او كراچي اېكسپرېس ټرېنونو روانګي منسوخ

image

ملتان ۔29 اګست (اے پی پی) د کراچۍ په شمول د سندھ بېلو سيمو كښې د سختو بارانونو د لاسه د لاهور او كراچۍ ترمينځه چلېدونكي ټرېنونه منسوخ كړے شوي دي۔د رېلوے چارواكو له مخې په رېلوے ټرېكس د اوبو د لاسه د لاهور او كراچۍ ترمينځه د چلېدونكي 41 اپ او 42 ډاؤن قراقرم اېکسپریس او 15 اپ او 16 ډاؤن کراچی اېکسپریس روانګی منسوخ کړې شوې ده۔ د ملتان رېلوے ډي اېس شعېب عادل ووئيل چې د دواړو ټرېنونو مسافرو ته به نورو ټرېنونو كښې ځائې وركولې شي۔ ده ووئيل كوم مسافر چې سفر كول نه غواړي هغه ته به د ټكټ ټول رقم بېرته وركولې شي۔ په دې لړ كښې ډي سي او ٬ اے ټي او او سي اېم آئي ته د مسافرو مرستې له په رېلوے اسټېشن د پاتے كېدو هدايت شوے دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں