اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د اسلامو??وب??ا زيات شوةي رجحان په ضد خپل غبرګون كښې د فرانسیسی میګزین چارلی هیبډو غندنه كولو سره وئيلي دي د دې ګستاخانه خاکو اشاعت سره د كروړونو مسلمانانو جذبات مجروح شوې۔د زيارت په ورځ يو وډ??و پیغام كښې خارجه وزیر ووئيل زه د خپل اړخه ??و پاكستان حکومت د اړخه د فرانسیسی میګزین چارلی هیبډو غندنه كوم۔ د هغې د اړخه شائع كړو ګستاخانه خاکو په وجه د كروړونو مسلمانانو جذبات مجروح شوي او وګړي مشتعل شوي ٬ د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ مونږ ته ښكاري چې اسلامو??وب??ا، نسل پرستی، او زینو??وب??ا رحجان په نړۍ كښې زياتيږي۔ ده ووئيل پاکستان په هر يو نړيوال فورم به دا مسئله پورته كوي۔ وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خطاب کښې هم دا معامله په ګوته كړې او نړۍ څخه ئې غوښتنه كړې چې د دې مسئلې مخنيوي وكړي۔ ده ووئېل په نړيواله كچه بايد ټول دې پلو پام وكړي دغسې چې د دې ډول رحجانات مخنيوے وكړے شي ۔ خارجه وزیر ووئيل پاکستان يو جمهوری هيواد دے ٬ مونږ د رايو څرګ??دو??ې په آزادۍ باور لرو خو د رايو څرګ??دو??ې آزادۍ مطلب دا نه دے چې د نورو د زړه آزارۍ لائسنس وركړے شي ۔خارجه وزیر ووئيل هيله لرو چې نړيواله ورورولي به په سمدستي توګه د دې مسئلې مخنيوي وكړي۔ د پاكستان حکومت د فرانس حکومت د خپل تشویش څخه خبر كړے۔ ده ووئېل مونږ خپل جذبات د فرانس حکومت ته د سفير د لارې رسولې دي