اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئېلي دي اوورسيز پاكستانيز فاؤنډېشن كښې به اوس سمندر پورې پاكستانيانو ته هر ډول آسانې وركولې شي۔د جمعې پھ ورځ د اوورسيز پاكستاني فاؤنډېشن(او پي اېف)په هېډكوارټر كښې بهر مېشته پاكستانيانو لپاره جوړ كړي د پاسپورټ دفتر پرانستې نه پس په خپله دستوره كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل اوس به سمندر پورې پاكستانيان د نادرا سروسز نه علاوه د پاسپورټ آسانې هم دلته ترلاسه كولې شي۔د پاسپورټ دفتر پرانستلو مقصد سمندر پورې پاكستانيانو ته په يو ځاې كښې آسانې وركول دي۔ دهة ووئېل سمندر پورې پاكستانيان به اوس پاسپورټ جوړولو لپاره خپلو سيمو ته نه ځي۔دوي به د او پي اېف د هېډكواټرز څخه پاسپورټ جوړولې شي۔ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو د زمكو د شخړو حل لپاره خاص اقدامات كولې شي۔پھ دې لړ كښې پاسټ ټرك كوټس جوړول په وروستي پراؤ كښې دي۔په دستوره كښې د او پي اېف منيجنګ ډائرېكټر ډاكټر عامر شېخ٬د بيورو آف اميګرېشن اينډ اوورسيز ايمپلائمنټ ډي جي كاشف احمد نور او د سمندر پورې پاكستانيانو د وزارت نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔