د دفاع ورځې په موقع به آسټرلين فټ بال ليګ نمائشي مېچ (نن) كولې شي

image

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي)د آسټرلين فټ بال ليګ آف پاكستان تر سيوري لاندې د دفاع ورځې په موقع به د آسټرلين فټ بال ليګ نمائشي مېچ (نن) د اتوار په ورځ ماښام څلور بجې په اليون سټار كركټ ګراؤنډ كښې كولې شي۔ په دې موقع به د آسټرلين فټ بال ليګ آف پاكستان صدر سردار طارق محمود خاص مېلما وي. د مېچ په پاې كښې به كاميابي ترلاسه كونكو لوبغاړو له انعامونه هم وركولې شي۔ د آسټرلين فټ بال ليګ آف پاكستان سېكرټري جنرل چوهدري ذوالفقار علي اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د مېچ تيارۍ روانې دي او د ستمبر په شپږمه نېټھ د دفاع ورځې په موقع نمائشي مېچ كولو مقصد د پاك پوځ شهيدانو يادونه تازه كول او د هغوي عظمت او د هېواد بقاﺀ لپاره د هغوي قربانو ته سلام وړاندې كول دي۔ ده ووئيل چې كال 1965 كښې د پاك هند جنګ په مهال د پاك پوځ ځواكونو د خپلو ځانونو قرباني وړاندې كولو سره د دښمن ارادې او عزائم خاورو سره خاورې كړې وو۔ په دې ټول قام د پاكستان ځواكونو ته سلام وړاندې كوي

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں