وزیراعظم عمران خان سره د آسټرېلیا د فورټسکیو مېټلز ګروپ لمېټډ چیئرمین اېنډریو فورسټ ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 7 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د آسټرېلیا د فورټسکیو مېټلز ګروپ لمېټډ چیئرمین اېنډریو فورسټ د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بوډ چيئرمېن عاطف آر بخاري هم ملاقات كښې موجود وو۔ د وزیراعظم میډیا آفس له مخې وزيراعظم اېنډریو فورسټ د اقتصادی بحالۍ او سرمايه كار دوست پالېسيو په اړه خبر كړو۔ ده اېنډريو فورسټ ته د سمارټ لاك ډاؤنز د لارې د كورونا وائرس مخنيوي له د حكومت د پالېسۍ او د احساس پروګرام د لارې د كروړنو په شمېر بې وزله وګرو سره د مالي مرستې په اړه هم ووئيل۔ فورټسکیو میټلز ګروپ لمېټډ چیئرمین د كورونا وائرس مخنيوي له د پاكستان حكومت پالېسي وستائله۔ ده د تجديد وړ توان او ګرين انډسټري كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي هم ښكاره كړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د فورټسکیو میټلز ګروپ لمېټډ سرمایه کارۍ سره ځائي ودانۍ له د روزګار موقعې رامخې ته شي او ځائي صنعتونو له د نوې ټېكنالوجۍ معارفي كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې د فورټسكيو ميټلز ګروپ لمېټډ خوښي لرل ستائلو سره باور وركړو چې پاكستان كښې د كاروباري منصوبو پېل كولو په لړ كښې ګروپ لمېټډ ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې فورټسکیو میټلز ګروپ لمېټډ آئرن او انډسټری، د تجديد وړ توان او وسائلو څانګو كښې د ګلوبل ليډر حېثيت لري۔

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں