اسلام آباد ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جموں وکشمیر صدر سردار محمد مسعود خان په لائن آف كنټرول د هندي ځواك يو وارې بيا كړې ناترسه ډزې په سختو ټكو كښې وغندلې د كومو په نتيجه كښې چې يو كم عمره كوچنې مړ او دوه نورو ژوبل شوي دي۔ ده دا پیښه غ??د??و سره دا د هندي ځواك د بزدلۍ كارروائي ګرځولې ده۔ د خالي په ورځ كشمير هاؤس ??سلام آباد څخه جاري شوي بيان كښی د آزاد كشمير صدر ووئيل هندي پوځ په قصد سره تش لاسې وګړي او په خاص توګه مېرمنې او كوچنيان د تشدد نښه جوړو??و سره د سيز فائر لوظنامې او نړيوالو قانونونو خلاف ورزي كوي