د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د توان څانګې د اصلاحاتو په اړه د لوړې پاې غونډه وشوه

image
APP61-16 ISLAMABAD: September 16 – Prime Minister Imran Khan chairing a meeting on reforms in the power sector. APP

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د توان څانګې د اصلاحاتو په اړه د لوړې پاې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شبلي فراز٬ اسد عمر٬ عمر ايوب خان٬ محمد ميا سومرو٬ ډاكټر محمد فروغ نسيم٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ خاص مرستيالانو لېفټېننټ جنرال﴿ر﴾ عاصم سليم باجوه٬ نديم بابر٬ شهزاد قاسم٬ ډاكټر شهباز ګل٬ د اړوند محكمو سېكرترانو او اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم د مېډيا دفتر له مخې هے غونډه كښې په اړوند چارو او په دې لړ كښې په روډ مېپ تفصيلي خبرې وشوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د كمې كاركردګۍ د 1794 مېګاواټس پاور پلانټونه په سمدستي توګه بندولې شي۔ په راتلونكو دوه كلونو كښې به داسې نور د 1875 مېګاواټس پاور پلانټونه بند كړې شي او د 1872 مېګاواټس د نجكارې عمل به ترسره كولې شي۔ غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په تېر وخت كښې د شويو پرېكړو٬ بدانتظامې٬ كرپشن وغېره ټول بوج په اولس راځي۔ ده ووئيل چې په ګرځينده قرض كښې د كمي ګټه به اولس ته ورسي۔ ده ووئيل چې د اصلاحاتو عمل ته دې زر حتمي شكل وركړے شي۔ وزيراعظم ووئيل چې اصلاحاتي عمل د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ ځكه په دې لړ كښې دې اوونيزه غونډه وكړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د توان څانګې د اړوند معاملو څخه دې اولس خبر وساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں