اسلام آباد 20 ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال او د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عاصم سليم باجوده وئيلي دي چې په سوئيلي بلوچستان كښې به د اېم 8 سېكشن جوړېدو سره په منطقه كښې معاشي انقلاب راشي، دا هغه پروژه ده چې اولس ئې د لسيزو نه انتظار كولو. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې عاصم سليم باجوه ووئيل چې د چين پاكستان د اقتصادي راهدراې پروژې مهمې پروژې د سوئيلي بلوچستان اېم 8 سېكشن لپاره ټېنډر جاري كړے شوے. دې سره ګوادر بندر سره په رابطه كښې بهتري راشي. دې سره د سيمې د اولس د اوږدې محرومې ازاله وشي. ده ووئيل چې دا هغه پروژه ده چې اولس ئې د لسيزو نه انتظار كولو.