اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي ښه خارجه پالېسۍ لپاره د هېواد معيشت استحكام ته اړتيا لري ٬د هېواد معيشت قوي كولو لپاره د نورو هېوادونو سره به تجارت او برآمدات زياتول وي۔ده د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د مع??شي سفارتكارۍ په حقله د اعلٰی پاې غونډې مشري كوله۔په غونډه كښ?? په بېلو هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔په غونډه كښې شريك هر مشن د مع??شي سفارتكارۍ په حقله د ټاكلو اهدافو سر كولو لپاره د هڅو په اړه خارجه وزير له تفصيلي بريفنګ وركړو۔خارجه وزير ووئيل د ښه خارجه پالېسۍ لپاره د هېواد معيشت استحكام ته اړتيا لري ۔مونږ له به خپل معيشت قوي كولو لپاره د نورو هېوادونو سره خپل تجارت او ايكسپورټ زياتول وي۔ده ووئيل مونږ د وزيراعظم عمران خان وژن ته عملي شكل وركولو او په نړيواله كچه د پاكستان مع??شي او تجارتي اړيكو ته ودې وركولو لپاره مع??شي سفارتكاري عملي كول پیل كړی۔ده ووئيل د پاكستان او افريقې ترمينځه د مع??شي او تجارتي اړيكو ودې لپاره مونږ تېر كال د تجارت وزارت سره په ګډه خارجه وزارت كښې (انګېج افريقا)كن??رنس كړے او هم دغه سلسله مخ په وړاندې بوتللو له مونږ د تجارت وزارت په مرسته په 30 او 31 جنوري كال 2020 نيروبي كښې (وړومبے پاك افريقا ټرېډ ډوېلپمنټ كن??رنس) كړے۔ده ووئيل د كورونا وبائي صورتحال له امله مع??شي اثرات كمولو او مع??شي استحكام ترلاسه كولو لپاره به مونږ له په زړه پورې هڅې كول وي۔خارجه وزير د مع??شي سفارتكارۍ په حقله ټاكلې اهداف سر كولو لپاره د سفيرانو د اړخه په شوو هڅو د اطمينان څرګندونه وكړه