نواز شريف مفرور او عدالتونو څخه ثابت شوے دروغجن دے۔مراد سعيد

image

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي نواز شريف مفرور او عدالتونو څخه ثابت شوے دروغجن انسان دے۔پخوانې كرپټ وزيراعظم تېره ورځ جې د رياستي ادارو په اړه چې كومې خبرې كړي هغه په خله د راتللو نه دي۔د جمعې پھ ورځ مېډيا سره په خبرو كښې مراد سعيد ووئيل نواز شريف عدالتونو ته په دهوكه وركولو بهر تللے او اوس د بهر څخه تقريرونه كولو سره اولس ګمراه كول غواړي۔ده ووئيل په هند كښې د حريت لارښودو سره د ملاقاتونو په ځاې هغه د خپل كاروبار لپاره هندي چارواكو سره ملاقاتونه كول۔ده ووئيل د هندي جاسوس كلبهوشن په معامله هم هند د نواز شريف بيانونه په نړيوال عدالت كښې د پاكستان په ضد د ثبوت په توګه وړاندې كړي۔مراد سعيد ووئيل هغه سره اوس هم د قام كوم احساس نشته بلكې د خپل ذات٬اثاثو او مال بچ كولو فكر كوي

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں