اسلام آباد۔04اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وېروس په اړه تازه شمېرې جاري كړې چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتونو په مهال روغتونونو كښې د وېروس 632 نوې كېسونه رامخې ته شول او ددې له امله 6 ناروغان مړه شول۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وېروس 33725 ټېسټونه وكړې شول۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وېروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس لپاره په بېل كړې شويو 1 زر 912 وېنټی لېټرز د كورونا 95 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د وېروس اېكټو كېسونو شمېره 9135 ده۔ د ځپليو شمېره 314616ته رسېدلې ده كومو كښې چې د آزاد کشمیر2816 ، بلوچستان 15371، اسلام آباد 16766، خېبر پختونخوا 37973، پنجاب 99812 او د سندھ 138050 رنځوران شامل دي۔ د كوورنا وائرس څخه د روغ شويو شمېره 298968 ته رسېدلې ده۔ او د كورونا ځپليو د جوړېدو شرح 90 فيصده نه زياته ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې وېروس د لاسه د مړو شويو كسانو شمېره 6513 ته رسېدلې ده۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس 3644762 ټېسټونه شوي دي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 735 روغتونونو كښې د 753 رنځورانو درملنې روانې دي۔