د ادارو په ضد كمپائن د هېواد كمزوري كولو سازش دے۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي مېډيا سره خبرې

image

لاهور 06 اکتوبر (اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي د رياستي ادارو په ضد وېنا كوونكي به عبرت جوړولې شي٬د ادارو په ضد كمپائن د هېواد كمزوري كولو سازش دے خو مونږ له به رياستي ادارې مضبوطول وي٬كه نواز شريف دې خاورې سره مينه لري نو هغه دې بېرته راشي او د خپلو مقدمو پېروي دې وكړي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په لاهور كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړی۔شهريار آفريدي ووئيل د ادارو په ضد كمپائن د هېواد كمزوري كولو سازش دے٬هر چا ته حق ترلاسه دے چې هغه اېف آئي آر درج كړي٬پھ دې مقدمه كښې د رياست كوم كردار نشته٬رياستي ادارې يو موټے دي۔ده ووئيل مونږ له به رياستي ادارې مضبوطول وي۔عدالتونه په پريكړو كولو كښې خپلواكه دي٬وزيراعظم عمران خان د يوې يوې روپۍ مني ټريل وركړے ۔ده ووئېل دښمن قوتونه غواړي چې پاكستان د عدم استحكام ښكار شي٬د هېواد ادارې چېلنج كوونكي به عبرت كولې شي۔ده ووئېل زمونږ هر څه به پاكستان كښې دې٬د هېواد په مفاد به سمجهوته نه كېږي ۔شهريار آفريدي ووئيل هند غواړي چې په پاكستان كښې بدامني وي٬ د پاكستان پريكړې به د هېوادونو څخه نه كېږي۔ده ووئيل كه نواز شريف ووټ ته عزت وركول غواړي نو هغه دې هېواد ته بېرته راشي او د خپل مقدمو پېبروي دې وكړي۔ د كشمير كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د نواز شريف په بيانونو د وزيراعظم د بيان تائيد كوم۔ده ووئيل نواز شريف يو ساعت تقرير كړے خو چا پرې بندېز نه دے لګولے

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں