اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) اېډمرل محمد امجد خان نيازي هلال امتياز (ملټري) ستاره بسالت د 22 م چيف آف دي نېول اسټاف په حېث د پاك بح??يه ذمه وارۍ ترلاسه كړي دي ۔ د كمان بدلون يو پروقاره دستوره په پي اېن اېس ظفر اسلام آباد كښې وشو?? چرته چې اېډمرل ظفر محمود عباسي نشان امتياز (ملټري) د خپل ملازمت په ترسره كېدو د پاك بح??يه كمان اېډمرل محمد امجد خان نيازي ته وسپارلو۔ د پاک بحریه چارواكو او ځوانانو ته د مخې ښې خپل خطاب كښې نېول چیف اېډمرل ظفر محمود عباسی ووئيل زما بنيادي مقصد پاك بح??يه يو غوره پوځ جوړول و??۔ اېډمرل ظفر محمود عباسی په تېرو كلونو كښې په غېر مستحكم جغرافيائي او سياسي صورتحال او زيات شوي تاؤ تريخوالي خبره كولو سره په خاص توګه د پلواما پېښې نه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال په خاص توګه ذكر وكړو۔ ده د پاكستان په سمندر كښې د لاس وهنې هڅې كوونكي آبدوز په نيولو د پاك بح??يه د پېشه وره صلاحيتونه ستائنه وكړه۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي د پاك بح??يه كمان په ترلاسه كولو اېډمرل محمد امجد خان نيازي له مباركي وركړه۔ ده نوي نېول چيف لپاره د نېكو هېلو څرګندونه كولو سره ووئيل د ده په مشرۍ كښې به بح??يه د ترقۍ نوو پراؤنو څخه تېره شي۔ دې نه وړاندې موده ترسره كوؤنكي نېول چيف ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ د كمان بدلون دستوره كښ د پاك بح??يه پخوانو مشرانو ٬ حاضر سروس او ريټائرډ افسرانو ٬ سي پي اوز /س??لر?? او د نېوي سويلينز ګډون وكړو