اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وزير اعجاز شاه سره د امريكې سفارت درې كسيزه پلاوي د كورنيو چارو وزارت كښې ليدلې دي۔د امريكائي پلاوي مشري ايګيلر انجيلا كوله۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د امريكې پلاوي ووئيل پاكستان د كورونا مقابله په كاميابۍ سره كړی كومه چې د ستائنې وړ ده۔د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ هڅه كوو چې په راروانو يو څو ورځو كښې د وباﺀ پھ خپرېدو قابو وموندلے شي۔په دې موقع په دواړو هېوادونو كښې د كورونا په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د امريكې پلاوي د شريكې خوښې په چارو دوه اړخيزه تګلارې مرتب كولو له وړاندېز هم وركړو۔د كورنيو چارو وزير د دې وړاندېز هركلي كولو سره ووئيل د هر ډول مرستې باوري كولو هڅه به كولې شي۔د امريكې پلاوي د كورنيو چارو وزير د اړخه د مرستې او مثبت ځواب هركلي كولو سره ووئيل شريكه مرسته به دواړو هېوادونو لپاره ګټوره وي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل دوه اړخيزه ملاقاتونو او پھ چارو بحث كولو سره اړيكې لا مستحكمېدې شي۔د ملاقات په آخر دې خبرې ته صلاح راغله چې دوه اړخيزه اړيكې به لا قوي كولې شي