??سل??م آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) د كابينه سيكرټرېټ ذيلي كميټۍ په وفاقي ادارو كښې ?? ګرېډ 1 نه تر 15 د فيډرل سروس كميشن د لارې د بهرتۍ كولو سفارش كړے۔په دې لړ كښې د كميټۍ اختتامي غونډه د شورو په ورځ د كنوينئر رانا ارادت شريف په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د اسټيبلشمنټ ډويژن٬فيډرل سروس كميشن٬اېس ??ي سي پی او د اېن ټي اېس ??علٰی افسرانو ګډون وكړو۔ كميټۍ خپلو سفارشاتو له حتمي شكل وركړو۔كميټۍ سفارش كړؤ چې په سركاري محكمو كښې د بهرتو لپاره ابتدائي سكريننګ دې اېف پي اېس ??ي ته وسپارلې شي۔اېف پي اېس ??ي له دې د كار استعداد زياتولو لپاره بجټ وركړے شي۔ذيلي كميټۍ په خيبرپښتونخوا كښې د اېن ټي اېس پرچه په ليك كيدو تفتيش لپاره اېف آئي اے ته سفارش وكړو ۔اېس ??ي سي پی ته د اېن ټي اېس ??ركاري يا پرائيوېټ كيدو تعين كولو لپاره هم وئلې شول۔كميټۍ په متفقه توګه سفارش وكړو چې په وفاقي ادارو كښې ?? ګرېډ 1 نه تر 15 بهرتۍ د فیډرل سروس كميشن د لارې وكړی