اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د اپوزیشن چې څنګه خوښه وي جلسې دې وكړي خو د قانون په خلاف ورزۍ به نيغ زندان ته ځي، كله هم پرمختګ كړے د مدینې ریاست د اصولو په بنیاد ئې كړے چرته چې څوكه هم د قانون څخه بالاتره نه وؤ٬ په نړۍ كښې تر ټولو غريبو هيوادونو څخه د كال 1000 اربه ډالره غلا كيږي او لوېديزو هيوادونو او اروپاﺀ ته ليږلے كيږي٬ پاكستان په هغه څلورو هيوادونو كښې شامل دے كوم چې د كورونا چيلنج په مخ نيوي كښې بريالې شوے، سړكونو ته په راوتلو د عمران خان بلیك ميل كولو خواب ليدونكې به ناکامه كيږي، د اپوزیشن مسئله جمهوریت نه کرپشن بچ كول دي، هيواد د پرمختګ پلو روان دے ځكه اپوزیشن حکومت زر ختمول غواړي، بلیك میل کولو لپاره د فیټف په اړه قانون سازی كښې خنډان راولاړ كړے شوي وؤ، نواز شریف بهر تللو لپاره د سوال منت لاره خپله كړې، دغه كسان د هند په ایجنډا هيواد كښې سیاست کوي، نواز شریف پاك پوځ د پنجاب پولیس جوړول غوښتل، پوځ ته ګوته نيوونكو څخه پوښتنه كوم زه د پوځ څخه څه هيڅ مسئله نه لرم، د ترهه ګرۍ په ضد په ځانګرو قربانۍ وركونكې پاك پوځ وياړ لرو، كوم هم هيواد د قانون بالادستۍ نه غير پرمختګ نه شي كولے، بايد وكيلان د قائداعظم په پل روان شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د انصاف لائرز فورم د سيورې لاندې سيمينار ته خطاب کښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د حضرت علیؓ قول دے د کفر نظام چليدې شي خو د ناانصافۍ او په ظلم اډانه نظام نه شي چليدے۔ ه ووئيل كه څوك دا ګڼي چې زه د مدينې د ریاست نامه د ووټ اخستلو لپاره استعمالوم نو دا سمه نه ده، قائداعظم څخه هم د پاکستان آئین په اړه چې پوښتنه وشوه نو هغه ووئيل دا 1400 كاله وړاندې جوړ شوے ؤ، علامه اقبال هم فرمائيلي چې مسلمانانو چې كله هم پرمختګ كړے د مدینې ریاست د اصولو په بنیاد ئې كړے چرته چې څوكه هم د قانون څخه بالاتره نه وؤ۔ وزیراعظم ووئيل د قانون بالادستی د مهذبې ټولنې بنياد وي، مسلمان ټولنه د مدينې ریاست په اصولو عمل كولو سره مثالی شوې۔ وزیراعظم ووئيل حضور اکرم ۖص څخه لويه هستی په نړۍ كښې نه ده راغلې او نه به راشي، مونږ له به خپل ځوانان د اسلافو اقدارو او ښه اصولو په اړه خبرول وي،دا په پاکستان كښې د پريكړې وخت دے او دا كوم بې روزګاره سیاستمدار چې راجمع شوي دوي د قانون بالادستی نه مني او دا ګڼي چې مونږ د قانون څخه بالاتر يو او چا ته هم ځواب وركونكې نه يو،هغوي وائې مونږ له به څوك لاس نه راوړي او كه چا لاس راوړو نو هغې له به د انتقامي كاروائۍ نامه وركوو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل نواز شريف د عدالتونو پريكړې نه مني٬د يوې كارخانې څخه هغه څو كارخانې جوړې كړي٬پهر هيواد كښې ئي جائيدادونه هم جوړ كړي٬هغه دا ګڼي چې زما څخه څوك پوښتنه نه شي كولې۔ده ووئيل په سړكونو راوتللو د عمران خان د بليك ميل كولو خواب ليدونكي ناكامه كيږي۔زمونږ څخه څوك لويه جلسه نه شي كولې۔ ده ووئيل د چا د غلا لپاره وګړي بهر نه راوځي٬دوي به پيسه هم لګوي او د قيمې والا نانونه به هم وركوي۔د مسلم ليګ(ن)يو لارښود وائي چې د نواز شريف بهر هيواد ته تلل د امام خميني د هيواد پرېښيودلو سره مماثلت لري خو امام خميني او د هغه بچو بهر هيواد كښې د اربونو روپو جائيدادونه نه وو جوړ كړى ٬د ايران وګړو د هغه سره مينه لرله او په ايران كښې د هغه يو وړوكے كور ؤ ٬د دوي پشان محلات يې نه لرل او د لاهور څخه د چورلكې د لارې نهاري نه راتلله۔ده ووئيل چرته امام خميني او چرته د نهاري خوړونكے دا كس ؟ده ووئيل ټول اپوزېشن دې رايوځاې شي نو بيا هم څه نه شي كولې د هغوي مقصد جمهوريت نه كرپشن بچ كول دي دغه كسان د عدالتونو پريكړې نه مني ۔ ده ووئيل هغوى پیغام دا وركوي چې يوه خاص طبقه په كومو چې قانون نه نافذ كيږي٬نواز شريف د ناروغۍ په بهانه بهر تللو لپاره د سوال سماجت كړے خو د لندن هوا په لګيدو تري يو نوې نواز شريف رامخې ته شوؤ ۔ وزيراعظم ووئيل د كابينې په غونډه كښې د نواز شريف د ناروغإ په اړه داسې داسې خبرې رامخې ته شوي چې زمونږ د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري په سترګو كښې اوښكې راغلې۔ده ووئيل په لندن كښې د نواز شريف د هر بچي جلا جلا فليټونه دي او دوي په بهر هيوادونو كښې د اثاثو او جائيدادونو مصدقه دستاويزات نه دي وړاندې كړی . ده ووئيل څومره د حيرانتيا خبره ده چې درې وارې وزيراعظم پاتې كيدو نه پس هم هغه څه ثبوت نه لري۔وزيراعظم ووئيل زه د يو لوبغاړي په حيث 40 كاله پخوانۍ لوظ نامه راوړې شم نو دوي خپل دستاوايزات ولې نه شي وړاندې كولې٬ما په سپريم كورټ كښې د خپلو اثاثو تفصيل وړاندے كړے۔وزيراعظم ووئيل دا هيواد زمونږ لپاره د لويې څښتن د اړخه يو نعمت دے۔د سوئټزرلينډ ښكلا هم زمونږ د شمالي سيمو د غرونو مقابله نه شي كولې۔وزيراعظم ووئيل كوم هم هيواد تر هغي پرمختګ نه شي كولؤ تر څو چې د قانون حكمراني نه وي٬كله چې حكمران خپل ځان د قانون څخه بلاتر ګڼي او كرپشن كوي نو هيواد پرمختګ نه شي كولے۔ده ووئيل يو رپورټ راغلے په كوم كښې چې وئيلي شوي په نړۍ كښې تر ټولو غريبو هيوادونو څخه د كال 1000 اربه ډالره غلا كيږي او لوېديزو هيوادونو او اروپاﺀ ته ليږلے كيږي۔ده ووئيل په سكولونو او روغتونونو به پيسه څنګه خرڅ شي كله چې حكمرانان خپلې درملنې لپاره بهر ته ځي او په هيواد كښې پيسه نه خرڅ كوي۔ده ووئيل نن په هيواد كښې عدليه آزاده ده٬پروېز مشرف په فشار كښې د راتللو نه پس دغه كسانو له اېن آر او وركړی وه٬په لسو كلونو كښې هغوي معيشت تباه كړے او د هيواد قرض زيات شوے۔ ده ووئيل په دوه كلونو كښې مونږ په ډېره ګرانه حالات قابو كړي او په دې موده كښې لويې لويې بحرانونه راغلي چې پكښې د كورونا بحران هم شامل ؤ ٬ډبليو اېچ او هم وئيلي دي چې پاكستان په هغه څلورو هيوادونو كښې شامل دے كوم چې د كورونا چيلنج په مخ نيوي كښې بريالې شوے۔ ده ووئيل د اېف اے ټي اېف په معامله قانون سازۍ كښې اپوزېشن خنډان راولاړ كړي او زمونږ د بليك ميل كولو هڅه ئي كړی كه دا قانون نه ؤ منظور شوے نو په پاكستان بندېزونه لګيدل۔ده ووئيل هيواد د پرمختګ پلو روان دے ځكه اپوزېشن د حكومت د ختمولو تندي كوي۔دا وخت په ټوله نړۍ كښې حالات خراب دي خو د هيواد په تاريخ كښې تيره مياشت تر ټولو زيات سيمنټ خرڅ شوي٬د دې نه علاوه په رېكارډ كچه موټرسائيكلې هم خرڅې شوي .وزىراعظم عمران خان ووئيل د اېف اے ټي اېف په حقله د قانون سازۍ په مهال اپوزېشن د نيب پھ قانون كښې 34 بدلونه كول ٬ده ووئيل دغه كسان د هند په ايجنډا چليږي او د پوځ بدنامولو هڅه كوي۔ ده ووئيل هند هم دغه غواړي خو مونږ په خپل پ