ملتان 14 اکتوبر(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)سياست ختم شوے٬وزيراعظم عمران خ??ن به ?? خپلې موثره تګلارې ترمخه سږ كال په ګرانۍ قابو ومومي او د 20 فروري 2021 څخه وړاندې به ??الات سم شي٬په مارچ كښې كېدونكو سېنېټ ټاكنو كښې به ?? پاكستان تحريك انصاف چوكۍ تر ټولو زياتې شي۔په يو څو مياشتو كښې به ?? رېلوے ټول رېټائرډ ملازمانو له پنشن وركړے شي۔رېلوے يوه ??امي اداره ده او د دې ښه والي لپاره شپه او ورځ هلې ځلې كوو۔د شورو په ورځ د ملتان هوائي مېدان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې شېخ رشيد احمد ووئيل يو دوه ??رځې پس به ??پوزېشن ته معلومه شي چې هغوي په څومره اوبو كښې دي ٬ دغه كسان د دومره وګړو راجمع كولو طاقت نه لري څومره چې وزيراعظم عمران خ??ن لري۔ده ووئيل د حكومت مخالفو هلو ځلو كښې زيات كسان به ?? مولانا فضل الرحمان وي۔ده ووئيل د(ن)ليګ سياست ختم شوے او هغوي د هېواد ادارو په ضد بيانونه وركول پیل كړي۔شېخ رشيد ووئيل شريفې كورنۍ سياست خپل كاروبار ??رځولے او كه عدالتونه د هغوي په حق كښې پريكړې وكړي نو سمه ده او كه نه وي نو بيا ډنډورې كوي۔ده ووئيل عمران خ??ن به ??ږ كال په ګرانۍ قابو ومومي او ډېر زر به ??ولس ته رېليف وركړي۔ده ووئيل په مارچ كښې د سېنېټ ټاكنې كېدونكي دي او په دغه ټوكنو كښې به په سېنېټ كښې د تحريك انصاف چوكۍ تر ټولو زياتې شي۔ده ووئيل سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ??ه كاكول اكېډېمي كښې ښه خبره كړی چې كوم هم ټاكلے حكومت راځي پوځ د هغوي سره اودرېږي۔شېخ رشيد ووئيل د اپوزېشن د جلسو څخه حكومت يرېدونكے نه دے ځكه چې مونږ تاريخي 126 ورځې دهرنا وركړی وه خو بيا هم حكومت ختم نه شو۔د يوې پوښتنې پھ ځ??اب ده ووئيل اوسنو حالاتو تر مخه زه هيله لرم چې بلاول بهټو به ?? سنجيدګۍ مظاهره وكړي