شاه محمود قرېشي وزيرستان كښې په پوځي قافله د بارودي سرنګ د شوي بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شمالي وزيرستان په رزمك سيمه كښې په پوځي قافله د بارودي سرنګ د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده او په پېښه كښې په شوي ځاني زيان ئې د افسوس څرګندونه كړې۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښې خارجه وزير د ترهګرۍ د بريد غندنه كولو سره ووئيل په امنيتي ځواكونو بريد د دښمن بزدلانه فعل دے ۔ ده ووئيل د پاکستان امن او استحکام د هېواد دښمنه عناصرو په سترګو كښې غړېږي٬ نن ټول قام د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره پاك پوځ او قانون نافذ كوٶنكو ادارو سره ولاړ دے ۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي شهيدو شوو امنيتي اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں