اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيِئرمېن ډاكټر قبله اياز هېواد دښمنه عناصر پخپلو ناوړه ارادو كښې ناكامولو لپاره د مذهبونو ترمينځھ د زياتې همغږۍ په حاجت زور راوړے ۔ د آئين له مخې اقليتونه پاكستان كښې بشپړه آزادي لري او بلخوا هند كښې اقليتونه په نښه كولې شي۔ د اقليتونو قومي كېمشن چيئرمېن چيلا رام ووئيل د اقليتونو قومي كمېشن ته قانوني حېثيت وركولو له يو بل جوړ كړے شوے كوم به چې يو آزاد او خپلواكه كمېشن وي او د هېواد په تاريخ كښې به په وړومبي ځل د كمېشن د چيئرمېن تعلق هندو ورورولۍ څخه و??۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ پي آئي ډي كښې خبېر كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د كمېشن غړي مفتی ګل??ار احمد نعیمی، ډاکټر سارہ صفدر او نور موجود وو۔ د قومی اقلیتی کمېشن چیئرمېن چیلا رام کیلوانی ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل هندو كميونټي څخه د اقل??تي كمېشن چيئرمېن غوره كړے شوے۔ كمېشن كښې هندو ٬ سكه ٬ مسيحي او د كېلاشي په شمول نورو اقليتونو ته نمائندګي وركړې شوې ۔ د تېرو څلورو مياشتو په مهال د كمېشن څلور غونډې شوي۔ د اقل??تي كمېشن په اړه يو بل هم وزارت ته لېږلے شوے۔ هغه و??ئېل وزيراعظم باور راكړے چې د اقليتونو په حقله بل به منظور كړے شي۔ هغه و??ئيل د صدر ډاكټر عارف علوي ٬ وزيراعظم عمران خان او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او نورو مننه ك??ؤ كومو چې د كمېشن جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ هغه و??ئيل د پاكستان لخوا د اقل??تي ورورولۍ 11 كسان د مذهبي رسمونو ??دا كولو لپاره هند ته تللي وو ولې د هند حكومت هغوي ته تحفظ ورنه كړو او انتها خوښو هغوي اووژل۔ دا د مودي حكومت يو پرېوتے حركت دے د كوم چې مونږ په سختۍ سره غندنه كوؤ۔ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان كښې ټول اقليتونه يو برابر وګړي دي۔ مونږ به سوكاله پاكستان لپاره په ګډه مخ په وړاندې ځوو۔ هغه و??ئيل قومي اقل??تي كمېشن رامخې ته كول غواړؤ۔ له دې كبله اسلامي نظرياتي كونسل هم د كمېشن برخه ده دغسې چې همغږي رامخې ته كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه و??ئيل په قومی اقلیتی کمېشن كښې د هر فكر لرونكې مكتب وګړي ٬ ادارې ٬ نصاب او ميډيا ځان سره روانول غواړؤ دغسې چې هېواد كښې دا خبره باوري كړې شي چې حكومت د اقليتونو په حقله مثبت ګامونه پورته كوي۔ په دې موقع د اقل??تي كمېشن سېكرټري ووئيل مونږ پاكستانيان يؤ۔ مونږ پاكستان لپاره محنت كړے ۔ پاكستان هم له د دوو لسيزو نه مسئلو سره مخ دے ولے عمران خان ټول ځان سره روانول غواړي۔ هغه و??ئيل حكومت د دوي خېر ښېګړې له هڅې كوي۔ هغه و??ئيل د پاكستان په ضد كه په كومه هم كچه كومه خبره كېږي نو مونږ ئې غندنه كوؤ۔ مونږ پاكستانيان يؤ او پاكستان سره مينه لرؤ۔