ملتان 05 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمو?? قريشي وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف وروست او كرپټ نظام ختم كړے، پي ډي ا??م د هېواد پرمختګ او بدلون نه شي زغملې، په پي ډي ا??م كښې شامل سياسدانان په اصل كښې د هېواد د پرمختګ دښمنان دي، د انسانانو ژوند سره لوبې كوونكي د اولس خېر خواه ن?? دي، حكومت به د غونډو په سبب نه ځي، حكومت به خپله موده پوره كوي، راتلونكې وخت هم د تحريك انصاف دے. ده دا خبرې په ملتان كښې د ده په درنښت كښې جوړې شوې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير مخدوم شاه محمو?? قريشي ووئيل چې بايد پيپلز ګوند او ن ليګ د خپل مقبوليت اندازه د ګلګت بلتستان د ټاكنو نه ولګوي، د هغه ځائ اولس د پي پي او ن ليګ غونډو كولو سره هم دواړه ګوندونه رد كړي دي. ده ووئيل چې په پي ډي ا??م كښې شامل ګوندونه په هېواد كښې ګډ??ډي غواړي او د غېر ملكي طاقتونو په اشارو چلېږي، دوي د هېواد او اولس كومه پروا نه لري. ده ووئيل چې د اسلامو فوبيا رجحانات اسلامي امت لپاره د فكر لمحه ده او دې لپاره به اسلامي امت ته يو موټې كېدو سره بيانيه خپلول وي.