اسلام آبا??۔11??سمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې پاكستان ا??را?? سره د ورورولۍ او ملګرتيا خپلو اړيكو ته دقدر په سترګه ګوري۔ د ا??را?? او پاكستان اولس خپلو كښی ژور تړون لري۔ د ملګرتيا د??ه اړخيزه اړيكې د منطقې امن پرمختګ او سوكالۍ له زياتې ضروري دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د ا??را?? سفير سيد محمد علي حسېني سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ سپيكر سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د د??ه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې
پاكستان ا??را?? سره د ورورولۍ او ملګرتيا خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د ا??را?? او پاكستان اولس خپلو كښی ژور تړون لري۔ د ملګرتيا د??ه اړخيزه اړيكې د منطقې امن پرمختګ او سوكالۍ له زياتې ضروري دي۔ موجوده حكومت دا اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ هغه زياته كړه چې اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل لټولو له به ا??را?? او پاكستان له په ګډه كار كول وي۔ هغه ووئيل د اسلامي هېوادونو ترمينځه مرستې ته وده وركولو له فعاله پارليماني سفارتكاري ضروري ده۔ هغه ووئيل دواړو هېوادونو كښې د تجارت بلها موقعې موجود دي دې نه استفاده كېدې شي۔ ملاقات كښی ا??را??ي سفير ووئيل ا??را?? پاكستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ا??را?? منطقه كښی پاكستان امن لپاره خپل همكار ګڼي۔ ا??را??ي سفير ددواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكې زياتولو له د قومي اسمبلۍ د سپيكر هڅې وستائلې۔ هغه ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره پخوانۍ تاريخي اړيكې لري او په هر سخت وخت كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي دي۔ هغه زياته كړه چې د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد ته وده وركولو له دپاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔