کراچی۔20دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي چې اپوزيشن د جنورۍ په 31 مه نېټه د استعفی وركولو وئيلي دي ولې كال ئې ښودلے نه دے۔ د كوم كال 31 جنوري ٬ ما ته نه ښكاري چې د كال 2023 نه وړاندې به استعفی راشي۔ ولې كه راغلې نو ډېر زر به ئې منظور كړؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ حاجی کېمپ كښې د حج آرګنائز اېسوسی اېشن پاکستان او حج آرګنائز اېسوسی اې??ن سندھ استازو سره د حج حوالې سره مشاورتي غونډې نه وروستو خبريالانو سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل حج 2021 لپار?? سعودي عربستان تر دې دمه كومه ښكاره پالېسي اعلان كړې نه ده۔ مونږ به ټولو شراكتدارانو سره مشاورت كولو سره وړاندېزونه اخلو او كله چې سعودي چارواكو سره رابطه وشي نو هغوي به دې تجويزونو نه هم خبر كړو۔ هغه ووئيل زمونږ به هڅه وي چې حج په لږو نه لږو خرڅونو وكړې شي۔ ولې كه حج اېس او پيز سره و??ړے شي نو دا به يو ګران حج وي ارزان به نه وي