اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئيلي دي بايد سپورټس كلتور بيا د سره رامخې ته شي، د ټولو صوبو څخه د لوبغاړو يو ځاے ته راتګ سره به د لوبغاړو په معيار كښې بهتري راشي. هغې دا خبرې تېره ??رځ د قومي ټېن پن باٶلنګ چېمپئن شپ پرانستې په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د پا??ستان سپورټس بورډ ډائرېكټر جنرل ډاكټر ارشد محمود او د پا??ستان ټېن پن باٶلنګ فېډرېشن صدر اعجازالرحمان هم موجود وو. وفاقي وزيرې په خپله وېنا كښې ووئيل د يوې مودې راهسې په هېواد كښې د لوبو مېدانونه آبادېږي، هغه وخت لرې نه دے چې په ټېن پن باٶلنګ كښې به په نړيواله كچه هم د پا??ستان نوم روښانه شي. هغې ووئيل سپورټس سټي آئيډيا به وزيراعظم ته وړاندې كوو.