اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی وئيلي دي چې هند په مقبوضه كشمیر كښې سركاری ترهه ګري كوي، د هند د اړخه مقبوضه جمو او كشمیر په اولس روان ظلمونو او د بشري حقونو په خلاف ورزو په نړي??ال?? كچه غږ پورته كولو له به د ټولې نړۍ 56 زره پارلم??ني غړو او ټاكلې شوي نمائندګانو ته خطونه ليكم چې د لارې به ئې د نړيوالې ورورولۍ د ټاكلې شوي نمائندګانو پام مقبوضه جمو او كشمیر كښې روانې ریاستی ترهه ګرۍ پلو رواګرځولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ?? سېنېټ چیئرمېن تحریك كشمیر برتانیې صدر راجه فهیم كیانی سره ملاقات په مهال وكړه۔ د سېنېټ چئیرمېن په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكسانیانو او كشمیریانو ته د 05 اګست 2019 نه پس د كشمیریانو په حق كښې په غږ پورته كولو مننه وكړه۔په دې موقع د تحریك كشمیر بر تانیې صدر راجه فهیم كیانی ووئيل د 05 اګست نه پس برتانيې او اروپا كښې مېشته پاكستانیانو چې په كوم انداز كښې مقبوضه كشمیر وروڼو سره ?? يو??ال?? څرګندونه كړي مثال نه لري۔ده ووئيل تاریخ كښې په وړومبي ځل د برتانيې پارلمان كښې 50 څخه زيات غړو د كشمیریانو د هلو حلو ملاتړ كړې او مقبوضه كشمیر اولس له ئې باور وركړې د هغوي د خپلواكۍ حق حمايت به روان ساتلې شي۔