اسلام آباد 28 جنوري(اے پي پي) وفاقي حکومت د سېنېټ الېکشن د اوپن بېلټنګ د لارې كولو او د دوه ځائيز شهريت لرونكو پاكستانيانو ته د الېكشن اجازت وركولو لپ??ره په 1973 آئين كښې درېو بدلونونو لپ??ره آئيني پېكېج راتلونكې اوونۍ پارلمان ته د وړاندې اعلان كړے٬ دې آئيني بدلونونو سره به د سېنېټ الېكشن كښې د هارس ټرېډنګ او د ووټ سېل او پرچيز لاره عمر له بنده شي٬ په وړومبي ځل د عمران خان حکومت او د پي ټي آئي لخوا د پاكستان ټوله اشرافيه كومه چې ?? پارلمان دننه ناست دي دوي لپ??ره دا ټېسټ كېس وړاندې كوي٬ په ماضي كښې به د سېنېټ په ټاكنو كښې ضمير خرڅېدو او ووټ به اخستے كېدو٬ د ميثاق جمهوريت په آرټيکل 23 كښې د سېنېټ الېکشن د اوپن بېلټ كولو غوښتنه شته٬ د سينېټ اليکشن لپ??ره ووټونه اخستو له د كوچنيو صوبو نه پس پنجاب لپ??ره هم رېټس مقرر شوے ٬ د سېنېټ په الېکشن كښې د اكثريت نه پس به نور آئيني بدلونونه هم كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز او پارلماني چارو لپ??ره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل په يو څو اوونيو كښې د سېنېټ ټاكنې كېدونكې دي٬ دا ھغه اداره ده كومه چې ?? فېډرېشن پېژندګلو ده٬ كومې ته چې ?? ټولو صوبو څخه غړي د برابرۍ په كچه راځي۔ ده ووئيل په پارلماني جمهوريت كښې د سېنېټ اهميت حېثيت لري۔ ده ووئيل د سېنېټ الېكشن عمر له متنازعه ٶ”هارس ټرېډنګ او د ووټ اخستل خرڅېدل به كېدل٬ د پېسو په طاقت چې څوك منتخب شي د ھغوي اخلاق?? مرسته نه كېږي ۔ وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز ووئيل زمونږ ګوند تل د دې خبرې قائل وه چې ??نتخابات منصافانه او په سپېځلې ډول پكار دي ٬ دې خبرې لپ??ره چې كوم قيمت ادا كول وي هغه به ادا كوٶ ۔ ده ووئيل دا به هم ياد وي چې په تېر الېكشن كښې مونږ په خېبر پښتونخوا كښيې خپل 20 اېم پي ايز د ګوند نه ويستي وو ٬ په ھغوي شك ٶ چې ??پل ووټ ئې ناسمه استعمال كړے ٬ څه مشکوک ټرانزيکشنز شوي وو كوم چې ?? قبلولو وړ نه وو٬ زمونږ د ګوند دا مثال په ماضي يا په حال كښې ونه موندلے شي۔ ده ووئيل مونږ دا مقصد ترلاسه كول غواړو چې ?? سېنېټ او نورې ټاكنې سپېځلې وي٬ هڅه ده چې ?? سېنېټ راتلونكې الېكشن آزاد او سپېځلے اوشي۔ ده ووئيل وزيراعظم په دې خبره زور رواړي چې مونږ له خپلې خوا بشپړه هڅه وكړو چې ??ا مقصد ترلاسه كړے شي٬ اپوزيشن ګوندونو لپ??ره هم دا موقع ده چې ??ا مقصد كامياب كړي۔ده ووئېل كه ميثاق جمهوريت څه حېثيت لري نو پوائنټ لمبر23 كښې هم دا مطالبه وه٬ په ھغې د عمل وخت راغلے دے۔ پارلماني چارو لپ??ره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان ووئيل د سېنېټ الېكشن پحقله وزيراعظم سره يو شمېر غونډې شوي٬ د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په آئين كښې درېو بدلونونو لپ??ره آئيني پېكېج جوړ كړے شوے۔ ده ووئيل داسې اطلاعات شته چې ?? سېنېټ الېكشن لپ??ره رېټس مقرر شوے ٬ د پاكستان په تاريخ كښې هاٶس آف فېډريشن متنازعه كولو لپ??ره ضمير خرڅېږي او ووټ اخستلے كېږي۔ ده ووئيل مونږ ټول عمر له دا خبره كړې چې ??لېكشن سپېځلے پكار دے٬ د كال 1975 اېكټ جوړېدو نه پس چا هم سپېځلې ټاكنې كولو لپ??ره آئيني بدلون او د قانون سازۍ همت نه دے كړے۔ ډاکټر بابر اعوان ووئيل وزيراعظم وائي چې مونږ د دې خبرې پروا نه لرو چې چوكۍ به كمې وي يا زياتې٬ ما چې ?? احتساب كومه پیټې پورته كړے ھغه مخ په وړاندې بوتلل دي۔ ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه د سېنېټ په الېكشن كښئ هارس ټريډنګ او د ووټ اخستلو او خرڅولو لاره نيولې شي۔ ده ووئيل عمران خان وړومبے وزيراعظم دے څوك چې وائي د ضمير فروشۍ په ځاے دې اوپن ووتنګ وكړے شي۔ ده ووئيل د مئي په 16مه نيټه كال 2006 كښې د ميثاق جموريت په دستاوېز چې پرې د بېنظير بهټو او نواز شريف لاسليك شته آرټيكل 23 ولولۍ نو دا خبره څرګندېږي چې ?? كرپشن لاره نيول او د فلور کراسنګ مخنيوي لپ??ره د سېنېټ او ټول انتخابات د اوپن ووټ د لارې كول پكار دي او د شناخت وړ ووټ پكار دے۔ ده ووئيل سياسي ګوندونو لپ??ره چېلنج ټېسټ او چېلنج دے٬ په دوېم قطار كښې ولاړ كسان به راښكاره شي۔ ډاکټر بابر اعوان ووئيل دا بل په راتلونكې اوونۍ كښې پارلمان ته وړاندې كوٶ٬ وړومبۍ برخه د آئين په آرټيکل 59 ټو كښې يو بدلون كول دي چرته چې ?? سنګل ټرانسفرايبل ووټ لفظ استعمال شوے د دغې په ځاے اوپن ووټ شامل كړے شوے چې ورسره به د هارس ټرېډنګ او كرپشن مخنيوي وكړې شي٬ د پي ټي آئي حكومت دا قامي اېجنډا لري۔ ده ووئيل په دوېمه برخه كښې د آئين په آرټيکل 63 چې پكښې د نااهليت ذكر دے د دې په پېراګراف ون ذيلي پېرا سي كښې بدلون كوٶ ” دا ھغه لوظ دے كوم چې ?? وطن پرېښودونكو سره شوے ٶ” تر نن تاريخه ھغوي لپ??ره هېڅ نه دي شوي ٬ د عمران خان په ذاتي هلو ځلو روډ مېپ مخې ته اېږدو٬ د پاكستان دننه بهر هېواد كښئ مېشته پاكستانيان د دوه ځائيز شهريت باوجود الېكشن كولې شي۔ده ووئېل د منتخب كېدو نه پس د سوګند پورته كولو نه وړاندې به د شهريت پرېشودو حتمي ثبوت وركوي٬ الېكشن كښې كه ماتي سره مخ شي نو دا شرط به لاګو نه وي۔ ده ووئيل د عمران خان او د حکومت لخوا تاركين وطن ته مباركي وركوم ٬ درې بدلونونه په آرټيكل 226 كښې دي د وزيراعظم او د بېلا بېلو چوكو الېكشن به اوپن كېږي٬ په دې لائن كښې د سېنېټ لفظ شامل كړے شوے ۔ ډاکټر بابر اعوان ووئيل سپريم کورټ ته چې مونږ رېفرنس ولېږو نو زياتو خلقو د دغې مخالفت وكړو٬ ھغوي به وئيل پارلمان دې پرېكړه وكړي٬ اوس پارلمان ته راغلو اوس به ګورو چې څوك ملګرتيا او څوك مخالفت كوي۔