اسلام ??باد۔10فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د تېرو سېنېټ ټاكنو په مهال د اخستلو خرڅولو وېډيو په رامخې ته كېدو د ګرد نظام ??و ټولنې سپكاوے شوے۔ وزیراعظم عمران خان د دې لړۍ مخنيوي له د اوپن بېلېټنګ حل ښودلے ۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئ??ل د سېنېټ په ټاكنو كښې ??ه لويه كچه اخستل خرڅېدل كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل كله به چې مونږ د میونسپل کونسل ټاكنې كولې نو هغې كښې به هم اخستل خرڅېدل كېدل۔ په خلقو به د نورو ښارونو دورې او عمرې كولې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل په سياست كښې مصاريف زيات شوي ۔ وړاندې به ټاكنې ??ه لږو پېسو كېدلې ولې اوس د ټاكنو په كمپائن د كروړونو په حساب روپۍ مصرف كولې شي۔ هغه ووئ??ل د ب??ه مرغه د هېواد په سياست كښې پېسه يو شناخت جوړ شوے ۔ وزیراعظم عمران خان د سېنېټ ټاكنې سپېځلې جو??ول?? له جدي هڅې كوي۔ هغه اوپن بېلټ غواړي دغسې چې د سېنېټ ټاكنې سپېځلې وي۔ دې نه وروستو به د عامو ټولټاكنو په حقله هم اصلاحات كولې شي