اسلام آباد۔21فروری (اے پی پی) د سېنېټ چي??رمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاكستان رېلوے د سېلګرۍ په څانګه كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ټورسټ سفاري ټرېڼ په دې لړ كښې يو مهم ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د رېلوے وفاقي وزير سېنېټر اعظم سواتي سره په ګولړه رېلوے سټېشن د سفاري ټرېن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وك??ه۔ ټورسټ سفاري ټرېن به د جمعې ٬ خالي او اتوار په ورځ سېل??ري د ګولړہ سټېشن نه حسن ابدال, اټک خورد ٬ اټک سټی او نورو د سېل ځايونو ته وړي۔ د سېنېټ چي??رمېن ووئيل ټورسټ سفاري ټرېن د حكومت لخوا د ځائي سېلګرۍ ودې له يو مهم ګام دے۔ د رېلوے وزير اعظم سواتي ووئيل تاریخی ګولړہ رېلوے سټېشن څخه به ټرېن په پخواني روټ چلېږي چې ورسره به د پاكستان كلتوري او تاريخې ورثې ليدلو موقع ترلاسه شي۔ هغ?? ووئيل دا ټرېن به د هېواد نورو برخو ته هم وړلې شي۔ هغ?? ووئيل سباؤن كښې به د ادارې او هېواد په ګټه نور ګامونه پورته كولې شي۔ په دې موقع د سېنېټ چي??رمېن ٬ د هغه د پلاوي غړو او د رېلوے وفاقي وزير د ميوزيم دوره هم وك??ه۔ اعظم سواتي دستورې ته خطاب كښې ووئيل زما ترجيحي ايجنډا د رېلوېز نه بدعنواني لرې كول دي۔