اسلام آباد 02 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه مح??ود قرېشي وئېلي دي چې د غربت خاتمه او د تل پاتي پرمختګ اهداف ترسره ??ول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ ده دا خبره ??اكستان كښې د يو اېن ډي پي ريزيډنټ استازي كنوټ اوسټ بي سره د جمعې په ورځ خارجه وزات كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ خارجه وزير كنوټ اوسټ بي ته په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي ريزيډنټ استازي په توګه په تعينات كېدو مباركي وركولو سره ??وئيل مونږ په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي د تعميري او مثبت كردار ستائنه كوو۔ پاكستان او يو اېن ډي پي شريك مقصدونه ترلاسه كولو له د كلونو نه په ګډه كار كوي۔ شاه مح??ود قرېشي ووئيل د غربت خاتمه او د تلي پاتي پرمختګ اهداف ترسره ??ول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ پاكستان دا مهال د ملګرو ملتونو اكنامك اينډ سوشل كونسل(ايكوساك)صدارتي ذمه واري ا??ا كوي۔شاه مح??ود قرېشي ووئيل چې پاكستان په نړيوال فورمز”د نړيوالو چارو په اړه مباحث”كښې تل فعاله كردار ا??ا كوي۔ خارجه وزير پاكستان كښې پرمختيائي او موسمياتي چارو سره ??ه اړوندو چېلنجونو قابو موندلو او د تل پاتي پرمختګ هدفونو (2030) په لړ كښې د يو اېن ډي پي د مرستې ستائنه وكړه۔ د يو اېن ډي پي ريزيډنټ استازي د خارجه وزير مننه كولو سره د شريكو اهدافو ترلاسه كولو لپاره د يو اېن ډي پي لخوا د پاكستان د بشپړه مرستې باور وركړو