ملتان 10 اپريل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې روسيې نه يوازې د ترهګرې خاتمې لپاره د پاكستان ?? كردار او هڅو ډېره ستائنه كړې بلكې هغه به زمونږ د كاٶنټرټېررازم صلاحيتونه زياتولو ل??اره د جديد الاتو وركړې سره سره د پاكستان ??ېلوے پرمختګ او د توان په څانګه كښې د جديد الات وركولو ل??اره مرسته كوي. د وزيراعظم عمران ??ان لخوا د يوټېلټي سټورز كارپورېشن تر سيوري لاندې د رمضان پېكج پرانستې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل چې روسيې سره د رېلوے، سټېل ملز بحالې او د توان په څانګه كښې د مرستې په لړ كښې ګټورې خبرې شوې دي. ده ووئيل چې سږ كال به په ماسكو كښې د پاكستان ??و روسيې د حكومتي كميشن غونډه ??ېږ?? چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي او معاشي اړيكو په وده غور او خبرې كولې شي. ده ووئيل چې د روسيې خارجه وزير سره زمونږ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي او هغوي زمونږ د افغان پالېسې او حكمت عملي څخه د چين پشان مطمئن او متفق دي.