اسلام آباد 07 جون (اے پي پي)وزيراعظم ??مران خان وئېلي دي هېواد د پوليو څخه په بشپړه توګه پاكول زمونږ مشن دے٬د وفاقي او صوبائي حكومتونو د كوټلو او شريكو هڅو د ??ار?? پاكستان د پوليو څخه پاكېدے شي٬د كورونا وبا د مخ نيوي غوندې جزبې سره پوليو ته هم ماتې وركړې كېدې شي٬ده دا خبرې د ګل په ورځ د پوليو د مخ نيوي قامي ټاسك فورس د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښ?? د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬اعلٰی وزيرانو سردار عثمان بزدار٬سيد مراد علي شاه٬محمود خان٬محمد خالد خورشيد٬خاص مرستيالانو ډاكټرفيصل سلطان٬ډاكټر شهباز ګل٬انجينئر انچيف پاكستان آرمي لېفټيننټ جنرل معظم ??عجاز چيف سېكرټريز ٬د روغتيا وزارت او د نړيوالو ادارو استازو ګډون وكړو۔غونډې ته ووئيل شول د وفاقي او صوبائي حكومتونو د موثره حكمت عملۍ په نتيجه كښ?? تراوسه سږ كال په هېواد كښ?? د بلوچستان څخه يوازې د پوليو يو كيس رپورټ شوے٬د كورونا وباﺀ له امله د پوليو د مخ نيوي كمپائن آغېز مند شوے٬غونډې ته ووئيل شول د پنجاب٬سندھ او خېبرپښتونخوا په يو شمېر ضلعو كښ?? اوس هم د پوليو وائرس د موجودګۍ شواهد ترلاسه شوي۔د امنيت او د والدينو د مرستې نه كولو په سبب هر كمپائن كښ?? په لويه شم??ره ماشومان د پوليو د څاڅكو څخه محروم پاتې كېږي٬غونډې ته ووئيل شول د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وكاروئ چې پكښې جغرافيائي انفارمېشن سسټم او ټريكننګ شامل وي۔د بل اينډ ملينډا ګيټس فاؤنډېشن د پوليو د څارنې بورډ صدر ډاكټر كريس اېليس پاكستاني حكومت او وزيراعظم ??ه د پوليو د مخ نيوي په كمپائن كښ?? په مهمه كاميابۍ پېرزوئنې وړاندې كړې ۔په غونډه كښ?? اعلٰی وزيرانو په خپلو صوبو كښ?? د پوليو د مخ نيوي په اقدامات خبرې وكړې٬وزيراعظم ??مران خان صوبائي حكومتونو او د پوليو د مخ نيوي په كمپائن كښ?? ټولو شراكتدارو ته خاص مباركي وركړه۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښ?? د يو كيس رپورټ كېدل مهمه كاميابي ده خو زمونږ مشن پاكستان د پوليو څخه یاكول دي ۔وزيراعظم ووئيل د كورونا وبا په مهال زمونږ حكومت د انساني ژوند تحفظ سره سره معاشي استحكام هم برقرار ساتلے او هم په دې جزبه مونږ له پوليو ته هم ماتې وركول دي۔وزيراعظم ?? ټولو شراكتدارو د پاكستان په تكنيكي او مالي مرسته كولو مننه وكړه۔ په دې مهال وزيراعظم ماشومانو ته د پوليو څاڅكو په وركولو د پوليو د كمپائن پرانسته هم وكړه۔