اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اېف اے ټي اېف د اېكشن پلان په 27 كښې په 26 نكاتو د عملدرآمد تسليم كولو نه پس پاكستان په ګرے لس?? كښې د ساتلو كوم جواز نه جوړېږي. د خالي په ورځ د اېف اے ټي اېف په اړه په يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل چې د دې خبرې ټاكنه ب?? كول وي چې اېف اے ټي اېف تكنيكي فورم دے يا سياسي؟ دا هم كت?? دي چې دا فورم خو سياسي مقاصدو لپاره نه كارول كېږي؟ شاه محمود قريشي ووئيل چې تر څو د تكنيكي اړخونو تعلق دے، نو مونږ ته 27 نكات راكړے شول، دوي په خپله مني چې په 27 كښې په 26 نكاتو مونږ عملدرآمد كړے. په 27مه نكته هم تر كافي حد كار شوے او د لا كار كولو اراده لرو. خارجه وزير ووئيل چې په داسې حال كښې زما په فكر د پاكستان په ګرے لس?? كښې د ساتلو كوم جواز نشته. خارجه وزير ووئيل چې ځينې قوتونه دا غواړي چې د پاكستان په سر توره د پاسه وي. ده ووئيل چې زه واضحه كول غواړم چې مونږ كوم هم اقدامات كړي دي ، هغه مو خپلې ګټې په نظر كښې ساتلو سره كړي دي. خارجه وزير ووئيل چې زمونږ ګټه دا ده چې بايد مني لانډرنګ ونه شي، پاكستان غواړي چې د تره??رۍ مالي مرسته نه كول دي. خارجه وزير واضحه كړه چې كومه خبره د پاكستان په ګټه وي ، مونږ به هغه كوو.