اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د ټولو غېر ملكيانو د رجسټرېشن پرېكړه شوې ده،د 40 ٬ 50 زره كسانو كوم چې 70 كاله وړاندې پاكستان ته داخل شوې دي٬ بې دركه دي٬ هېڅ رېكارډ ئي نشته،د طورخم پوله څلور ٬ پنځه زره ګېر پاكستانيانو لپاره د سرحد پرانستلو پرېكړه كړې ده، په ??يلئن كارډ د اكاٶنټ، سم پرانستلو او د كاروبار كولو به اجازه وي، د نشه اي توكو په ??د به په لويه كچه كاروائي كولې شي، پاكستان ته په لويه كچه ډرګز د نورو هېوادونو نه راځي٬ د آزاد كشميرپه ??نتخاباتو كښې به پي ټي آئي كاميابېدو سره حكومت جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د زيارت په ورځ د نېشنل فرانزك سائنس ايجنسي دورې په مهال ميډيا سره كړې۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د آزاد كشمير په ??نتخاباتو كښې كاميابېدو سره حكومت جوړوي٫ انتخابي كمپائن چلول د سياسي مشرانو او اپوزيشن حق دے٬ ښه خبره ده چې د مخالفې ډلې مشران هم په ??نتخابي كمپائن كښې بشپره برخه اخلي خو اپوزيشن د اولس ملاتړ نه لري۔ ده ووئيل زه هم په ??زاد كشمير انتخاباتو كښې د پي ټي آئي كاميابۍ لپاره كمپائن چلوم٬ قام به په ??اتلونكې ټولټانكو كښې عمران خان ته ووټ وركولو سره كاميابوي خو مونږ له به خپله كاركردګي لا ښه كول وي۔ ده ووئيل د اګست وړومبۍ نيټې څخه به په چمن پوله به تګ راتګ لپاره الېكټرانك نظام كار پېل كړي۔ داخله وزير اعلان وكړو چې د اېن سي او سي پرېكړې له مخې د كومو كسانو چې وېكسينيشن شوې دې ھغوي لپاره د طورخم پوله خلاصوٶ٬ په ??فغانستان كښې د كرونا مسئله زياته ده٬ په ??ې لړ كښې به د اېن سي او سي قيادت سره خبره كوم۔ ده ووئيل سعودي عرب او مېنځني ختيز ته د تلل?? خواهش مند څلور پنځه زره پاكستانيان په ??ورخم پوله ايسار دي د چا چې كرونا ټېسټ منفي وي ھغوي به كورونو ته ځي او چې د چا مثبت وي د ھغو پرېكړه به اېن سي او سي كوي۔ داخله وزير د ايلئن كارډ وړ كسان لپاره د بېنك اكاٶنټ پرانستلو٬ سم ترلاسه كولو او د كاروبار كولو د اجازې وركولو د پاليسۍ اعلان هم وكړو او وئ وئيل چې د چا ويزه ختمه شي داخله وزارت سره رابطه كولې شي۔ ده ووئيل د ټولو غېر ملكيانو د رجسټرډ كولو د پرېكړې اعلان وكړو او وئ ووئيل چې مونږ هڅه كوٶ چې كوم صورتحال جوړېږي د ھغې له مخې د غېر ملكيانو رجسټرېشن وكړې شي٬ جعلي شناختي كارډ جوړٶنكي نيولي شوي دي٬ ده ووئيل پاكستان كښې څلوېښت پنځوس زره كسان 70 كالو راهسې بې دركه دي٬ دا كسان پاكستان ته داخل شوې دي او اوس ئې هېڅ درك نه لګي۔ ده ووئيل آن لائن ويزه اجرا نظام وضع كړې شوې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ټي اېل پي پحقله پرېكړه به كابينه كوي٬ د كابينې په ??اتلونكې غونډه كښې به كېس وړاندې كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل په ??سلام آباد كښې د نشه اي توكو خرڅ زيات دې٬ پاكستان ته د بهر نه نشه اي توكې راځي٬ څوك د دې خبرې منلو له تيار نه دي٬ خو زه دا خبره زور رواړلو سره كوم چې پاكستان ته كوكين، آئس، هېروئن او كيپسول د بهر نه په لويه شمېره راځي٬ د نشه اي توكو په ??د لويه كاروائي كوٶنكې يو۔ ده ووئيل د برهان واني د شهادت په موقع د هندي داخله وزير د تورونو غندنه او د دې ترديد كو??٬ پاكستان به د اګست د پنځمې نيټې د غېر آئيني او غېر قانوني اقدامات تر بېرته اخستو به هېڅ خبرې نه كوي۔