اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې كه په آبادې كښې په اض??فه قابو ونه موندل شوه، نو پرمختيائي چارو سره سره د تعليم، صحت،روزګار او نورو بنيادي اسان??و وركړه ??ه مشكله شي، كه په آبادې كښې اض??فه د بنګله دېش په شان كمه وي په راتلونكو لس كلونو كښې هر يو ماشوم ته پرائمري او په پنځلس كلونو كښې هر يو ماشوم ته سكېنډري تعليم وركولې شو. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې په پاكستان كښې 2 كروړه 72 لكه كسان د 50 كاله يا د دې نه د زيات عمر دي، داسې كسان د كورونا څخه سخت خطر لرلې شي، په دې كسانو كښې تر اوسه 56 لكه كسانو د كورونا يو يا دوه خوراكونه ترلاسه كړي دي. د دې كسانو دې واكسين لګولو لپاره چې څومره زر كېدې شي، ډاډګېرنه وكړې شي. ده ووئيل چې په پاكستان كښې يو لوي چېلنج په آبادې كښې په تندې سره اض??فه ده. ده ووئيل چې كه په آبادې كښې په اض??فه قابو ونه موندل شوه، نو پرمختيائي چارو سره سره د تعليم، صحت،روزګار او نورو بنيادي اسانيو وركړه ??ه مشكله شي. وفاقي وزير ووئيل چې كه په آبادې كښې اض??فه د بنګله دېش په شان كمه وي په راتلونكو لس كلونو كښې هر يو ماشوم ته پرائمري او په پنځلس كلونو كښې هر يو ماشوم ته سكېنډري تعليم وركولې شو.