پېنډي 26 جولائي(اے پي پي) پاك پوځ د افغان ملي اردو په درخواست د پنځو افسرانو پشمول 46 پوځي اهلكارو له په پاكستان كښې د پناه/ خوندي لار?? وركړې٬ دا اهلكار په افغانستان كښې د بدلې شوې وضعې له مخې د پاك افغان نړيوالې پولې سره د خپلې پوځي پوستې په پرېښودو مجبور شوي وو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د افغان ملي اردو دا عسكر تېره شپه د چترال ارندو سېكټر ته رارسېدلې وو۔ د افغان ملي اردو ځائي كمانډر په اروند سېكټر چترال كښې پاك پوځ ته افغان امنيتي اهلكارو لپاره د پناه او د خوندي لا??ې وركولو خواست كړے ؤ ۔ دغسې پاك پوځ معلومات او نورو ضروري اقداماتو لپاره افغان چاوراكو سره تماس نيولے ؤ او د دغې نه پس د ضروري پوځي طريق?? كار له مخې ئې د افغان ملي اردو او بارډر پوليس 5 افسرانو پشمول 46 اهلكارو ته په پاكستان كښې د پناه/محفوظه لار?? وركړې ۔افغان ملي اردو ته د پوځي اصولو له مخې خوراك٬ استوګنه او ضروري طبي مرست?? وركړې شوې ۔ دا چارواكي او ځوانان به د رسمي كاروائۍ نه پس په احترام سره افغان حكومت ته سپارلې شي۔ د دې نه وړاندې د جولائي په وړومبۍ نيټه هم 35 افغان عسكرو نړيوالې پولې سره نزندې د خپلې پوځي پوستې پرېښودو نه پس پاك پوځ ته د پناه/خوندي لا??ې وركولوخواست كړے ؤ٬ دغسې هغوي ته هم پاكستان كښې محفوظه لار?? وركړې شوې او د مناسب طريق?? كار نه پس افغان حكومت ته سپارلې شوي