اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي آزاد جمو كشمير كښې د پاكستان تحريك انصاف وړومبے حكومت جوړ شوے٬د آزاد جمو كشمير اولس پاكستان تحريك انصاف له لويې مېنډېټ وركړے ٬ اوس عبدالقيوم نيازي د آزاد كشمي?? وزيراعظم ??اكلے شوے٬وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې احتساب او اصلاحات ته خاص پام لرنه كوي٬نواز شريف او مريم نواز د سسټم برخه نه ده٬بايد شهباز شريف په پارليمنټ كښې خپل كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل عبدالقيوم نيازي د پونچه سېكټر سره تعلق لري هغه يو پخوانې سياستمدار دے او د كشميري اولس احساسات پېژني۔ده ووئيل د كشمير د آزدۍ په حقله په هلو ځلو كښې هم د سردار عبدالقيوم نيازي د كورنۍ خاص كردار دے۔مونږ په دې پوهېږو چې هغه به ??ول سسټم په ښه ډول مخ په وړاندې بوځي او په صحيح معنو كښې به د كشميري اولس ترجماني وكړي۔وزيراعظم عمران خان په هغه باور كړے او هيله لرو چې هغه به ??ه زړه پورې كردار ترسره كړي