شاور۔6اګست(ا?? پی پی) نړيوال پرمختګ لپاره د امريكا اداره (يو اېس اے آئی ډی) خیبر پختونخوا حکومت سره د صوبې او مربطو سيمو پرمختګ له بشپړه مرسته كوي د كومې به چې غوره نتيجې رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خېبر پختونخوا كښې د يو اېس اېس اے آئي ډي آفس لنډ مهال ډائرېكټر الطاف آفريدي يو ورچوئل سيمينار ته خطاب كښې و??ړه۔ الطاف آفریدی د سيمينار په پېل د ميډيا نمائندګانو ته برېفنګ كښې و??ئيل خېبر پختونخوا او په خاص توګه د نوو ضم شوو افغان پولې سره د پېوستو ضلعو تعمير او پرمختګ سيمه ايز او نړيوال امن لپاره ډېر ضروري دے۔ یو اېس اے آئی ډی د پاكستان حكومت سره په ګډه ضم شوو سيمو ته رسېدلو لپاره حكومتي ادارو سره مرسته كوي او دغه سيمو ته د بنيادي آسانيو وركولو سره سره ځائي وګړو ته د معاشي موقعو وركولو هم ستړې كوي۔ یو اېس اے آئی ډی پېښور كښې د اوبو نظام ودې په شمول د اولس خېر ښېګړې له بلها كارونه كړي۔ پرمختيائي ايجنسۍ د خېبر پختونخوا نوو ضم شوو سيمو كښې د 600 كلوميټره سړكونو نېټ ورك جوړ كړے چې ورسره به وګړو ته د تجارت په زړه پورې موقعې ترلاسه شي۔ یو اېس اے آئی ډی ضم شوو كښې د ترهګرۍ او سېلاب د لاسه د ځپلے شوو سكولونو او نور املاك تعمير او پرمختګ له شپه او ورځ كار كوي۔ يو اېس اے آئي ډي 967 ??عل??می ادارې جوړې كړې او بح??ل كړي په كومو كښې چې د انجونو سكولونه هم شامل دي كوم چې په كال 2009 كښې د ناوړه صورتحال او كال 2010 كښې د سېلاب په نتيجه كښې و??جاړ شوي وو۔