اسلام آباد 16اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي زمونږ حتمي مقصد باامنه٬متحد٬جمهوري٬مستحكم او خوشحال افغانستان دے۔دا خبره ده د افغان مشرانو پلاوي س??ه په خبرو كښې كړې چا چې ?? ګل په ورځ ده س??ه په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو ۔د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔شاه محمود قرېشي ووئيل ضروري ده چې مونږ په ??ډه د افغانستان او د منطقې بهترۍ لپاره تګلاره جوړه كړو۔ زمونږ حتمي مقصد به امنه٬متحد٬جمهوري٬مستحكم او خوشحال افغانستان دے۔زمونږ قوي هيله ده چې مونږ په ??ډه امن او مفاهمت وړاندې بوتللے شو۔نړيواله ورورولي په افغانستان كښې امن غواړي٬د افغان مشرتابه لپاره لازم ده چې هغوي د دې تاريخې موقعې نه ګټه پورته كړي او د افغانستان په پراخا بنياد او كوټلي سياسي حل لپاره لار هواره كړي۔ ده ووئېل مونږ دا ګڼو چې ??امع خبرې اترې د افغان مسئلې د باامنه سياسي حل يوازنۍ لار ده۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ نه غواړو چې په افغانستان كښې د بدامنۍ او دننه اړي ګړي څخه ګاونډيان هېوادونه وځپلے شي۔مونږ له به په امن مخالفو هغه عناصرو هم كره نظر ساتل وي كوم چې ?? پاكستان په نړيواله كچه تسليم شوي مصالحانه كردار ته د غلط رنګ وركولو هڅې كوي۔ ده ووئېل پاكستان په افغانستان كښې د امن لپاره خپل تعميري او مصالحانه كردار تر سره كولو لپاره عزم لري