اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم عمران خا?? وئيلي دي چې دا د نړيوالې ورورولۍ مسؤليت دے چې هغه ا??غان اولس سره ا??درېدو سره په معاشي توګه د هغوي مرسته وكړي۔ افغانستان كښې د فوري نوعيت بشري حاجتونه ترسره كولو او معاشي استحكام باوري كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ وزیراعظم عمران خا?? د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي ولی عهد ، دوهم وزيراعظم او د دفاع وزير محمد بن سلمان سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د سعودي عربستان ولي عهد سره ?? افغانستان په وضعيت او دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم عمران خا?? خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې يو سوله ا??ز او مستحكم افغانستان پاكستان او سيمه ا??ز استحكام لپاره زيات ضروري دے۔ هغه ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ مسؤليت دے چې هغه ا??غان اولس سره ودرېږي او د بيا ودانۍ عمل كښې د هغوي مرسته وكړي۔ وزیراعظم د فوري انساني ضرورتونو ترسره كولو او ?? افغانستان معاشي استحكام باوري كولو له د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو لارښودو افغانستان كښې د يو بشپړه سياسي حل په ا??ميت اتفاق وكړو۔ دواړه لارښود دې ته هم سلا شول چې نړيوالې ورورولۍ له به د كومې هم بشري او د كډوالو په ستونزه قابو موندلو له خپل ??صروفيات زياتول وي۔ وزیراعظم او سعودی ولی عهد په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړېكې لا پراخا كولو او په ګډه كار كولو ته هم سلا شول۔