نيويارك/اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) حريت لارښود عبدالحميد لون وئيلي دي چې مونږ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د پاكستاني وزيراعظم عمران خان د ورچوئل وېنا هركلے كوو، وزيراعظم عمران خان د ??شم??ر مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې په حل كولو ټينګار كړے دے. حريت لارښود په خپل يو ب??ان كښې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د هند حكومت او قابض ځواكونه په مقبوضه ??شم??ر كښې په جنګي جرائمو كښې ككړ دي، په قابض هندي ځواكونو دې مقدمه وچلولې شي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د آر اېس اېس پلوي څېرې هم په ډاګه كړې دي كومو چې آر اېس اېس پرانستې پرېښې دے. ده ووئيل چې هند په مقبوضه ??شم??ر كښې د آبادې تناسب بدلوي. د مقبوضه ??شم??ر په اوسني صورتحال د نړېوالې ټولنې خاموشي افسوس ناكه ده. ده ووئيل چې د ??شم??ر پخوانې مسئلې حل لپاره په ملاتړ كولو د ترك صدر هم بشپړه مننه كوو.