اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د سارك چېمبر صدر افتحار علي ملك وئيلي دي چې پاكستان افغان اولس لپاره د 100 مليونه روپو د مر??تې سامان لېږلو او افغان زده كوونكو ته د 100 وظيفو وركولو اعلان كړے. د اتوار په ورځ شتمنو كسانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې افغان اولس يو شمېر ستونزو سره مخ دے ، د ټولې نړۍ او په خاص توګه د لوېديځو او امريكې اخلاقي ذمه واري ده چې هغه د افغانستان بيا رغونې او د نړۍ د غريب هېواد د خلق?? بحالې لپاره كليدي كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې به د دائمي امن ګټه نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې او نړۍ ته ور??ي. ??فتخار علي ملك ووئيل چې مونږ په دې فخر كوو چې په نړۍ كښې تر ټولو زياته عطيه پاكستانيان وركوي. ده ووئيل چې د پنجاب ګورنر محمد سرور د تل پشان افغانستان لپاره په چنده جمع كولو كښې داتي دلچسپي اخلي. ده ووئيل چې يو شمېر ډلې د افغان اولس مر??تې لپاره عطيات جمع كوي. د سارك چېمبر يوه ډله به سارك چېمبر افغان څانګې او د افغان چېمبر دوره كوي چې دغسې دوي سره د يو??ال?? څرګندونه وكړې شي او د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره كردار ترسره كړې شي.