كراچې 04 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد ??حم?? وئيلي دي چې حكومت دين لپاره د مدرسو خدماتو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. ده دا خبرې د كراچې دورې په مهال دارالعلوم ته د راتګ په موقع نامتو عالم دين او د وفاق المدارس صدر مفتي تقي عثمان سره د ملاقات په مهال وكړې. د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ملاقات په مهال د مدرسو او نظام تعليم پشمول د افغانستان په معامل?? خبرې اترې وشوې. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد ??حم?? ووئيل چې جوماتونه او مدرسېې د اسلام مينارې دي، د اسلام په تبليغ كښې د مدرسو كردار ډېر مهم دے. ده ووئيل چې حكومت دين لپاره د مدرسو خدماتو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. په دې موقع په خپل?? خبرو كښې مفتي تقي عثماني ووئيل چې د افغانستان اوسني صورتحال په اړه د پاكستاني حكومت د??يځ سم دے. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې نړۍ دې د طالبانو حكومت ته وخت او وسيلې وركړي، حالات به ښه شي.