اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پنجاب كښ?? به د ميئر ټاكنې نېغ په نېغه كېږي٬ په نړيوال ماركيټ كښ?? پرله پسې د تېلو په بيعه زياتېدو اندېښنه لرو، د توان بحران مخنيوي لپاره تګلاره جوړٶ، وزيراعظم به په يو دوو ورځو كښ?? د ګرانۍ پحقله پېكېج اعلانوي، د يو كروړ نه زياته آبادي به نېغ په نېغه دغې پېكېج څخه مستفيد كېږي، د اعظم سواتي او زما په ضد د الېكشن كمېشن نوټسز بې بنسټه او په ناانصافۍ آډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډې نه پس ميډيا سره خبرو كښ?? كړ??۔ په دې موقعد وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د كمېټۍ په غونډه كښ?? په ګرانۍ اوخېبر پښتونخوا او پنجاب كښ?? په كېدونكو بلدياتي ټ??كن?? د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وفاقي وزير په پنجاب كښ?? د ځائي حكومتونو د ټ??كن?? ذكر كولو سره ووئيل پنجاب كښ?? به د ځائي حكومتونو ټاكنې نېغ په نېغه كېږي، وزيراعظم او کور کميټۍ پرېكړه كړې چې د پنجاب په ښاريو او ضلعو كښ?? به د ميئرز انتخابات نېغ په نېغه كېږي٬ وزيراعظم د وړومبۍ ورځې نه د ډائرېكټ ډېموکرېسي لوظ كړے ٶ او په دې لړ كښ?? تيارۍ حتمي پړاٶ ته رسېدلي۔ ده ووئيل وزيراعظم ټول ګوند ته امر كړے چې ھغوي د ځائي حكومتونو ټ??كن?? لپاره فعاله شي، د پنجاب په ضلعو كښ?? د نامزدګۍ سلسله پېل كوٶ٬ دغسې په خېبر پښتونخوا كښ?? د ځائي حكومتونو ټ??كن?? لپاره كمپائن پېل شوے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا د اعظم سواتي اوزما په ضد نوټس په زياتۍ آډانه دي كوم چې په سمدستي توګه بېرته اخستل پكار دي