اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرشي وئېلي دي ترهه ګري د كوم مذهب٬قوميت٬تهذيب يا نسلي ډلې سره تړلې كېدې نه شي٬پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره نړيوالو هلو ځلو كښې تر ټولو وړاندې پاتې شوے٬ د تېرو 40 كلونو راهسې د شخړو او عدم استحكام ښكار اف??انستان كښې امن او استحكام ته اړتيا ده٬بايد نړيواله ورورولي د اف??انستان بشري بحران څخه ساتلو ٬ امن ٬ سلامتيا او د رابطو زمونږ شريك مقصد مخ په وړاندې بوتللو كښې مثبت كردار ترسره كړي۔ده د زيارت په ورځ 13م آسيا اروپاﺀ سمټ آسم غونډې ته وېنا كوله د كوم كوربتوب چې د كمبوډيا حكومت كولو۔ده ووئيل مونږ د ټولو غړو د مرستې جذبه ستائيو چا چې دا سيمه اي?? فورم په مهمو نړيوالو سيمه ايزو مسئلو ګټور پليټ فارم ګرځولے ٬ دغسې چې د دې چېلنجونو موثره ځواب وركولو لپاره مونږ خپل نكته نظر سم كړو۔ ده ووئيل په حقيقت كښې يوازې په مرسته مونږ نن په ډېرو چېلنجونو قابو موندلے شو۔ده ووئيل د كووېډ 19 او د هغې ګڼ اړخيزه طبي٬سماجي او اقتصادي اثراتو دا ثابته كړې چې كوم هم هېواد په دې ډول مسئلو يوازې قابو نشي موندلے ۔د سوشل مېډيا څخه رامخې ته شوې مسئلو مخ نيوې او د هغې حل زمونږ شريك مقصد دے بايد مونږ د شخړو بنيادي وجوهات ته پام لرنه وكړو ٬ په خاص توكه پخوانۍ شخړې كومې چې نړيوالې امن او سلامتيا لپاره خطر جوړېږي او د بشري حقونو او د نړيوالو انساني قوانينو په خلاف ورزۍ كښې شمېرلې كېږي۔ ده ووئېل فلسطين او جمو كشمير د دې ښكاره مثالونه دي۔ده ووئيل ترهه ګري او انته??خو??ي نړيوالې مسئلې دي۔په دې حقله نړيوالې ورورولۍ له د مرستې سره سره كوټلې ردعمل ته اړتيا ده۔ترهه ګري د كوم مذهب٬قوميت٬تهذيب يا نسلي ډلې سره تړلې كېدې نه شي٬ ده ووئېل مونږ په دې حقله لويې قربانۍ وركړي۔ده د اف??انستان صورتحال پلو پام راګرځولو كښې ووئيل د ګاونډي هېواد په توګه د تېرو 40 كلونو راهسې د عدم استحكام او د شخړو ښكار اف??انستان امن او استحكام ته اړتيا لري ۔ده ووئيل به تېرو كلونو كښې په اف??انستان كښې د امن او مفاهمت مرستې لپاره مونږ دې پلو ګرځول??۔د ټولو اف??انانو سلامتيا او ښېګړې ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل نن اف??انستان د يو تاريخي دور څخه تېرېږي بايد مونږ چېلنجونه او موقعې وپیژنو٬ د 40 كالو جنګ ختمول او د اف??انانو مصالحت او تعمير نو لپاره بايد موقع وركړی شي او د تېر وخت تېروتنې بيا ونه كړے شي او اف??انستان يوازې پرې نه ښودلے شي۔ ده ووئېل نړيواله ورورولي دې اف??انستان د بشري بحران څخه ساتلو ٬امن ٬ سلامتيا او د پرمختګ او رابطو شريكو مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو له مثبت كردار ترسره كړي۔