اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پيپلز پارټي او ن ليګ په خپل خپل وخت كښې د هېواد خزانه په بې دردۍ سره لوټ كړې ،د سندھ ح??ومت د نااهلۍ به سبب او د ذخيره اندوزو د مرستې له امله زياته ګراني په كراچۍ كښې ده، 13 كلونو كښې د سندھ ح??ومت كوم لوي كار نه دے كړے۔ د بلاول زرداري په خطاب خپل غبرګون كښې ??زير مملكت فرخ حبيب ووئيل خېبر پښتونخوا كښې ??ه تاريخ كښې ??ه د كوم ګوند تر ټولو ناكامه جلسه شوې نو هغه د پيپلز پارټي ده،كاش بلاول نن په سندھ كښې د 13كلن اقتدار كاركردګي هم وړاندې كړې وه ۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل پنجاب كښې 20 كلو اوړه په 1100روپۍ دغسې په كراچۍ كښې ??ه 1400روپۍ خرڅيږي، سندھ كښې د اربونو روپو غنم غلا كېږي او كله چې معامله ښكاره شي نو وئيلي كېږي مږو خوړلې دي، ده ووئېل په كاغذونو كښې ??ه سندھ كښې اربونه روپۍ د صحت او تعليم په څانګه خرڅ شوي خو د سندھ په روغتونونو كښې ايمبولينس نشته، تعليمي ادارو كښې ځناور ساتلے كېږي۔ فرخ حبيب ووئيل د سندھ اولس د ټينكر مافيا، ګرانفروشو او لينډ مافيا په رحم او كرم پرېښودلے شوے، په جعلي ډوميسائل د نوكرو اعزاز هم د پيپلز پارټي حكومت ته ترلاسه دے، ګرين لائن،د سندھ د پسمانده سيمو پرمختګ ، د نالو د صفائۍ پشمول هر لوئ كار وفاقي حكومت كوي،د سندھ ح??ومت د كرپشن نه علاوه هيڅ هم نه كوي۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د بلاول د خبرو څخه ثابته شوې چې د پيپلزپارټۍ مقابله د پي ډي اېم سره ده،دوي به په خپلو كښې جنګېږي، پيپلز پارټي او ن ليګ دواړو په خپل خپل وخت كښې د هېواد خزانه په بې دردۍ سره لوت كړې ، ده ووئېل بلاول ته د ريكارډ سمولو لپاره وئيل غواړم چې پيپلز پارټآ 7 ځله آئ?? اېم اېف له ورغلې،زمونږ حكومت په تير وخت كښې ??ه اخستې شوي قرض سود وركولو ته مجبور دے، بلاول صاحب،واقعي په سندھ كښې د اولس ژوند حرام شوے، د سندھ اولس پيپلز پارټي څخه په هر صورت خلاصے غواړي۔فرخ حبيب ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ??ېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے