اسلام آباد15دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان امر كړےد غېر قانوني تجاوزات او غېر قانوني هاٶسنګ سوسائيټو په ضد قانوني كاروائي وكړئ ، په منصوبو ??ښې خنډان رامخې ته كول او ??ا د سياسي تنقيد د لارې په نخښه كول هيڅ جوا?? نه لري۔ د شوروپه ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سنټرل بزنس ډسټرکټ اوراوي اربن ډويلپمنټ منصوبې په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د سنټرل بزنس ډسټرکټ او د راوي اربن ډويلپمنټ منصوبې د لاهور او هېواد سباٶن لپاره مهمې دي٬ په منصوبوكښې دې ماحول دوست مېټريل وكارولے شي٬ ده ووئېل د ګرين اربنائزېشن ماډل دې د هېواد په نورو ښارونوكښې هم استعمال كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل پرمختيائي منصوبې د وګړو سهولت او معاشي پرمختګ لپاره پېل كړے شوي٬ حکومت غېر فعاله اثاثې د سرمايه كارۍ جوګه جوړوي٬ په منصوبو ??ښې خنډان رامخې ته كول او ??ا د سياسي تنقيد د لارې په نخښه كول هيڅ جوا?? نه لري۔ په دې موقع غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د سنټرل بزنس ډسټركټ په وړومبي پړاٶ كښې د سل اربه روپو سرمايه كاري امكان لري