اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) وزي??اع??م عمران خان به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د لاهور يوه ورځنې دوره كوي. د وزي??اع??م دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزي??اع??م به په لاهور كښې د سپېشل ټېكنالوجي زون لاهور ټېكناپولس پرانسته كوي. په دې موقع به په ټېكنالوجي زون كښې كار كوونكو 12 كمپنو ته لائسنس جاري كولې شي. د دې نه علاوه د هېواد په نورو بر??و كښې به درې ټېكنالوجي زونز جوړولو لپاره د 300 مليونه ډالرو د سرمايه كارې تفاهم هم لاسليك كولې شي. وزي??اع??م به په دې موقع خطاب هم كوي. وزي??اع??م به په لاهور كښې د مهمو غونډو مشري كوي. د دې نه پس به وزي??اع??م د ګورنمنټ كالج يونيورسټ?? نوي كېمپس او د ابوالحسن الشاذلي ريسرچ سېنټر آن صوفي ازم ، سائنس اېنډ ټېكنالوجي پرانسته كوي.