اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت او د دې د ذيلي ??دارو تر سيوري لاندې د قائد ورځې په لړ كښې لائټ شو وشوه، په شو كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري، د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد او د اطلاعاتو د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په دستوره كښې د قائداعظم د پېغامات لګول شوي وو، د پارلمان پشمول په نورو ودانيو هم رڼاګانې جوړې كړې شوې وې او په لويه شمېره خلق راغلي وو. په لائټ شو كښې د آتش بازې مظاهره وشوه. دستورې ته په خپله وېنا كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل چې پاكستان د نړۍ هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د اسلام په نوم جوړ شوے. ده ووئيل چې په هېواد كښې اوسېدونكي ټول وګړي يو ډول حقوق لري. ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي ??ناح مونږ ته يو داسې هېواد راكړے چرته چې مونږ د اسلام په بنيادي اصولو عمل كولو سره ژوند تېرولې شو. ده ووئيل چې نن وزيراعظم عمران خان د هغه پ??كستان هڅې كوي د كوم خوب چې قائداعظم محمد علي ??ناح ليدلې و. ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د قائد ورځې مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې قوم به د اتحاد، ايمان او تنظيم بنيادي اصول خپل كړي.