اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي فنانس بل معيشت ته دستاوېزي شكل وركو??و لپاره وړاندې كړے ??وے٬ دا څه نوې خبره نه ده چې اپوزيشن پرې دومره واوېلا كوي او په ډنډورو اولس ګمراه كوي۔ د زيارت په ورځ د خزانې وزير شوكت ترين سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاکستان پيپلز پارټي 9 ځل آئي اېم اېف سره مراجعه كړې او مسلم ليګ (ن) هم څلور ځله آئي اېم اېف پروګرام اخستے بلكې پاکستان پيپلز پارټۍ د 9 اربه ډالرو تر ټو??و لوي پروګرام آئي اېم اېف څخه اخستے ، مونږ هم پوهېږو چې ھغوي پخپلو دورونو كښې كوم د پيو او شهاتو نهرونه بهيولي، ده ووئېل د 20 اربه ډالرو د روانو حسابونو خساره رامخې ته وه او د پنځلسو ورځو د زرمبادله پانګې موجود وې، كه دوي څه كړي وو نو نن ب?? دا صورتحال نه ??۔ ده ووئيل اپوزېشن خو به مونږ له مشورې راكولې چې حكومت په دومره تاخير آئي اېم اېف سره ولې مراجعه كړې۔ وزير مملکت ووئيل اسحاق ډار د معيشت بېړه غرقه كړې او د قرض بېرته وركو??و لپاره حكومت سره پېسې نه ??ې۔ ده ووئيل نن اپوزيشن له پكار وٶ چې په دليل ئې خبره كړې وه خو دوي په ايوان كښې د بدتميزۍ حد وكړو او په دليل ئې خبره ونه ??ړه ٬ ده ووئېل بلاول زرداري او شهباز شريف د غونډې نه غائب ٶ۔ دوي هڅه كوله چې مونږ به د قانون سازۍ نه ايسار كړي او د بل برخه جوړېدو ته به مونږ پرې نه ږدي۔ ده ووئيل د معاشي وضعې باوجود وزيراعظم عمران خان او د خزانې وزير هڅه كړې چې په اولس زيات بوجه وانه چولے شي او حقائق ستاسو په وړاندې دي۔ ده ووئيل اپوزيشن په بندو دروازو پرېكړې كوي او چې كله د خبرو اترو وخت راشي نو دوي ټول ورك شي٬ اپوزيشن نن د ايوان نه ??چهلي بازار جوړ كړے ٶ٬ ده ووئېل مونږ وليدل چې نن په ايوان كښې اپوزيشن د مشرانو نه غېر ناست ٶ